د وزارت اړوندې لېسې بايد له هر لحاظه نمونه وي

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۴ - ۹:۸
mobta

دغه خبره نن د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي معين ښاغلې ډاکټر فریدون بارکزي په داسې حال کې، چې د مقام د دفتر رئیس ښاغلى نورآقا ناصري،، د ښوونې او روزنې رياست وارسي کوونکى ښاغلى جمال الدین زاهد، د مالي او حسابي رياست وارسي کوونکى ښاغلى حميدالله بارکزى او د رحمان بابا لېسې امر هم حاضر و، د يوې کاري ناستې په ترڅ کې څرګنده کړه.

په دې کتنه کې لومړى ښاغلې زاهد د لېسو په اداري او تدريسي حالت رڼا واچوله او پر ستونزو يې خبرې وکړي.

ورپسې ښاغلې مسلکي مرستيال د وزارت له خوا په لېسو کې مثبتو بدلونونو راوستو ته په اشارې سره وويل: زموږ لېسې بايد له هر پلوه نمونه وي، نوموړي اړوندو ريسانو ته لارښوونه وکړه، چې اړوندو لېسو ستونزو ته رسیده ګي وشي او پر وخت غوره خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۵:۵۲
Background image

پروان کې د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱ صفر المظفر۱۴۴۸

د پروان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت امر مفتي نصير احمد تائب په مشري د ځايي قومي مخورو، علماوو او مصلحينو په منځګړيتوب د دغه ولايت په نيازي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

کنړ کې د نېږدې ۴۹ کلونو دوامداره بدي د مسؤلينو په منځګړيتوب پای ته ورسېده

پنجشنبه ۱ صفر المظفر ۱۴۴۸

د کنړ ولايت آسمار ولسوالۍ شال کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې شاوخوا ۴۹ کلنه شخړه، چې اوږده جنجالونه او بدبینۍ یې پېښي کړې وې حل او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۵:۳۹
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د زابل له والي سره وکتل

پنجشنبه ۱ صفر المظفر ۱۴۴۸

د زابل والي ملا شیر محمد شریف د یو پلاوي په مشرۍ نن د یاد ولایت د یو لړ ستونزو د حل او مهمو موضوعاتو په اړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر ملا. . .

BACK TO NEWS

User account menu