فارياب کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه هواره شوه

haqani_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۱:۲۹
فارياب کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه هواره شوه

شنبه ۱۱ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د فارياب ولايت خان چهارباغ ولسوالي دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو او قومي مشرانو په هلو ځلو پای ته ورسېده.

د دغه رامنځته شوې شخړې د حل په موخه لومړی د شخړې له دواړو لورو سره ناستې وشوې او بيا له هغوی وغوښتل شول ترڅو د خبرو اترو له لارې روغې ته غاړه کېږدي، چې په همدې ترتيب دواړو خواوو دغه وړاندیز ومانه.

له ناستو او مشورو وروسته مسؤلينو د شريعت په رڼا کې د يوې منصفانه پرېکړې په اساس حق حقدار ته وسپاره او يادو جنجالونو ته يې د پای ټکې کېښوده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۱:۲۹
Background image

فارياب کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه هواره شوه

شنبه ۱۱ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د فارياب ولايت خان چهارباغ ولسوالي دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۰:۱۲
Background image

لغمان کې د څلورو تنو له مرګ ژوبلې وروسته شپږ کلنه دښمني پای ته ورسېده

يکشنبه ۱۱ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر مولوي نورالهادي چپاو په مشرۍ او د دغه ولايت د يو شمېر مخورو سپين ږيرو مشرانو په منځګړيتوب دوه دښمنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۰:۹
Background image

مزارشریف کې د دوو جلا شوو کورنيو ترمنځ مسؤلينو روغه وکړه

شنبه ۱۰ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست رئیس مولوي سردار محمد محمدي  په دوامدارو هلوځلو او  همدارنګه د یو شمېر  علماوو،  مخورو سپين ږيرو په همکارۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu