په هلمند، بلخ او لغمان کې جلاجلا شخړې هوارې شوې
شنبه ۲۷ ربيع الآخر ۱۴۴۸
د هلمند ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په ګرمسير ولسوالي کې د قتل له وجې راپورته شوې دښمني د سولې او تفاهم له لاري په دوستي او ورورولي بدله کړه.
همداراز د بلخ ولايت په چهاربولک ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځينو کورنيو جنجالونو له امله راپورته شوې درې کلنه شخړه، چې ګڼې ستونزې يې را ولاړې کړې وې دياد ولايت سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو لخوا حل او فصل شوه.
د دې سربېره د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د ياد ولايت په قرغه يي ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د پيسو پرسر د ځينو خپلمنځي اختلافاتو له کبله راپورته شوې شخړه، چې په پايله کې یې دواړو لورو سختې ستونزې ګاللې حل او ورورولي ته راوګرځېدې.
د دغو روغو جوړو د مراسمو پرمهال مسؤلينو خلک ورورولي اتحاد او يووالي ته راوبلل او د شخړو او دښمنيو په ناوړه عواقبو يې ګډونوال وپوهول. مسؤلينو همداراز له ولسونو وغوښتل، چې د هرې ستوتزې پرمهال حاکم نظام ته رجوع وکړي
