نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

haqani_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو دغه ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ  لس کلنه شخړه حل او فصل شوه.

د دغې شخړې پرمهال له دواړو لوريو د څو تنو د ټپي کيدو ترڅنګ يو بل ته درانه مالي زيانونه اوښتي و، چې جرګه کوونکو د موضوع له پوره تحقيق وروسته د يوې شرعي پرېکړې له مخې هغوی سره غاړه غړۍ کړل او يادې لس کلنې شخړې يې پای وموند.
 
ښکېلو خواوو، چې د دُښمنۍ ناوړه پايلې يې تجربه کړي وي په خپله روغه جوړه خوښي څرګنده کړه او له عامو خلکو يې وغوښتل، چې په خپلو منځونو کې لکه د وروڼو په څېر ژوند وکړي. دوی همدا راز د ولسې شخړو په حل کولو کې د اسلامي امارت د هڅو قدر داني هم وکړ

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي د رئيس مولوی محمد اجان رهبر په مشري د پلازمېنې کابل په استالف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۱
Background image

جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې

چهار شنبه ٢ جمادي الأولی ۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کورنیو ترمنځ د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه، چې د ځمکو د ملکيت له امله وه په سوله ييزه توګه حل او دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۵
Background image

پکتيا کې د ۳۰ کلنه بدي په سوله او پخلاينه بدله شوه

 

دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري علماء کرامو، قومي سپين ږيرو او ځايي مخورو د خپلو هڅو په پايله کې د دغه ولايت په څمکنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu