ننګرهار په خوږياڼو ولسوالي کې د نږدې ۳۸ کالو اوږدمهالې بدي حل
دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او متنفذینو په هڅو د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالي کې هغه اوږدمهاله شخړه چې نږدې ۳۸ کاله وړاندې رامنځته شوې وه د خبرو اترو له لارې په سوله ییز ډول حل او فصل شوه.
د دغې رامنځته شوې شخړې په پايله کې د ګڼو مالي تاوانونه ترڅنګ د يوې مېرمنې د مړينې سربېره پنځه تنه ټپيان شوي وو، چې د مسؤلينو د پرله پسې هڅو او ناستو په نتيجه کې دواړو خواوو سوله ييز ژوند غوره کړ او له دښمني يې لاس واخېست.
د سولې د حل په جوړو شويو مراسمو کې ګډونوالو د ښکېلو اړخونو تر منځ د يادې دښمني پای د اسلامي امارت يوه لويه لاسته راوړنه وبلله او دهغوی د هڅو قدرداني يې وکړه.
