لغمان کې د مسؤلينو په هڅو د لس کلنې بدي حل
چهارشنبه ۳ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د دغه ولايت الیشنګ ولسوالي په کوټالي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو لسو کلونو په دوام روانه دښمني د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د مسؤلينو لخوا په سوله ييز ډول حل او فصل شوه.
د دغې رامنځته شوې دښمني په پايله کې له دواړو خواوو څخه دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او د ګڼو خپل منځي اختلافاتو سر بېره يې په ويره او ډار سره ژوند تېراوه.
مسؤلينو د دغو ستونزو د لمنځه وړلو او پخلاينې د رامنځته کولو په موخه د دواړو خواوو ترمنځ څو ناستې ترسره کړې هغوي يې ورورولي ته راوبلل او ترمنځ يې د يوې شرعي فيصلې په کولو سره ښکېل لوري غاړه غړې کړل
