(حکومت د مطبوعاتو په هنداره) برنامه کې نن!
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د ۱ میلیارد افغانیو په ارزښت، ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې، په ننګرهار، نورستان، کنړ، پکتیکا، پکتیا، خوست او لوګر ولایتونو کې د اوبو رسونې، ښوونځیو، مدرسو، پولچکونو، سړکونو او بندونو د جوړولو په برخه کې هغه پراختیايي پروژې چې د خلکو د لومړنیو ستونزو د حل په موخه د پلي کېدو په درشل کې دي، د یادو پروژو د څرنګوالي په اړه د مطبوعاتي کنفرانس له لارې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، په داسې حال کې چې د یاد وزارت ویاند مفتي تسلیم الله حقاني هم حضور درلود، له ولس سره معلومات شریک کړل
