په ننګرهار ولایت کې د قتل له امله راپورته شوې ۶ کلنه دښمني پای ته ورسېده
شنبه ۸ ربيع الأول ۱۴۴۸
د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي له امله راپورته شوې شپږ کلنه دښمني چې په پايله کې يې يوه انجلۍ وژل شوې وه او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې راولاړې کړې وې د يوې قومي جرګې په ترڅ کې پای ته ورسېده.
قومي مخورو د ښکېلو لوريو ترمنځ د موضوع له پوره څېړنې وروسته د هغوی په رضايت د قناعت وړ فیصله تر سره کړه او دواړه خواوې یې عفوې او بښنې ته راوبللې، چې په دې سره د مصلحينو او جرګه کوونکو مشرانو د پرېکړې په اساس طرفینو یو بل ته بښنه وکړه او د ورورولي غېږې یې سره ورکړې
