د خوست ولايت ځاځي ميدان او ګربزو ولسوالي له فرضي کرښو لېدنه او څارنه ترسره شوه
دوشنبه ۳ ربيع الأول ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي عنايت الله شجاع تېره ورځ د يوه پلاوي په مشري د خوست ولايت ځاځي ميدان ولسوالي اړوند سيټوان سيمې او د ګربزو ولسوالي غلام خان بندر ته سفر وکړ. نوموړي د دغه سفر پرمهال د فرضي کرښې سره نږدې مېشتو خلکو، د يني عالمانو، قومي مخورو او نظامي ځواکونو سره وکتل.
د دغه سفر په ترڅ کې ښاغلي شجاع د يادو ولسواليو له مهمو نقطو څخه ليدنه او څارنه هم ترسره کړه، چې پکې يې د سيمې د وضعیت، سرحدي ارزونې او د خلکو د ژوند د شرايطو په هکله معلومات ترلاسه کړل او همداراز يې د سيمي د اوسېدونکو مشکلات واورېدل.
په پای کې د يادې لېدنې پرمهال سيمه ييزو مشرانو او عامو خلکو د اسلامي امارت په کلک ملاتړ ټينګار وکړ او له ورغلي پلاوي يې وغوښتل، چې د شته ستونزو په هوارولو کې د پام وړ اقدامات تر
