په سرپل کې د ولسوالي په کچه د ولسي ستونزو د حل او عامو خلکو سره د همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوه
يکشنبه ۲۵ صفر المظفر ۱۴۴۸ د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالي له دیني عالمانو، قومي مشرانو او ولسي خلکو سره د ولسي ستونزو د ارزونې، همغږۍ او ګډې همکارۍ د پراختیا په موخه غونډه ترسره شوه، چې پکې د سیمې د خلکو ستونزې او غوښتنې واورېدل شوې او د حل لپاره یې پر ګډو هڅو او همغږۍ ټینګار وشو. په ياده غونډه کې سیمه ییزو مسئولینو او دیني عالمانو د یووالي، اتحاد او همغږۍ پرساتلو له سیمه ییزې ادارې سره د خلکو پر همکارۍ او د ټولنیزو ستونزو پر حل ټینګار وکړ. همدارنګه د ولسونو د غوښتنو پر تعقیب او د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې. په پای کې د يادې ولسوالي اوسېدونکو د ورته غونډو د دوام هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د ولس او مسئولینو ترمنځ دا ډول ناستې د ستونزو په تشخیص کې مهم رول لري. دوی له مسئولینو سره د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ او د ټولنیز ثبات، یووالي او ستونزو د حل په برخه کې یې د ګډو هڅو د دوام غوښتنه وکړه
