په سرپل کې د ولسوالي په کچه د ولسي ستونزو د حل او عامو خلکو سره د همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوه

taqi_admin
Sun, Aug 09 2026 11:47 AM
په سرپل کې د ولسوالي په کچه د ولسي ستونزو د حل او عامو خلکو سره د همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوه

يکشنبه ۲۵ صفر المظفر ۱۴۴۸ د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالي له دیني عالمانو، قومي مشرانو او ولسي خلکو سره د ولسي ستونزو د ارزونې، همغږۍ او ګډې همکارۍ د پراختیا په موخه غونډه ترسره شوه، چې پکې د سیمې د خلکو ستونزې او غوښتنې واورېدل شوې او د حل لپاره یې پر ګډو هڅو او همغږۍ ټینګار وشو. په ياده غونډه کې سیمه ‌ییزو مسئولینو او دیني عالمانو د یووالي، اتحاد او همغږۍ پرساتلو له سیمه ‌ییزې ادارې سره د خلکو پر همکارۍ او د ټولنیزو ستونزو پر حل ټینګار وکړ. همدارنګه د ولسونو د غوښتنو پر تعقیب او د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې. په پای کې د يادې ولسوالي اوسېدونکو د ورته غونډو د دوام هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د ولس او مسئولینو ترمنځ دا ډول ناستې د ستونزو په تشخیص کې مهم رول لري. دوی له مسئولینو سره د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ او د ټولنیز ثبات، یووالي او ستونزو د حل په برخه کې یې د ګډو هڅو د دوام غوښتنه وکړه

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu