لغمان کې د يو کلنې شخړې سربيره کنړ کې د دوو مرورو کورنيو ترمنځ روغه وشوه

taqi_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۴۴
لغمان کې د يو کلنې شخړې سربيره کنړ کې د دوو مرورو کورنيو ترمنځ روغه وشوه

دوشنبه ١۹ صفر المظفر ۱۴۴۸

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر په مشري د قومي سپين ږيرو او متنفذينو په هڅو د دغه ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ  راپورته شوې يوکلنه شخړه، چې يوکس پکې ټپي شوی او ګڼ کورني جنجالونه يې راپورته کړي وو حل او فصل شوه.

د يادې شخړې دهواري په موخه مسؤلينو له دواړو لوريو سره د جلاجلا ناستو په کولو سره هغوی ته د پخلايني پر اهميت او اسلام له نظره د بښنې کولو پر اجرونو خبرې وکړې، چې د دواړو کورنيو مشرانو له منښتې وروسته د ورورولي غاړې سره ورکړې.

په ورته مهال د کنړ ولايت په سر کاڼو ولسوالي کې د څو تنو هېوادوالو ترمنځ د کروندو د اوبه کولو پر سر راپورته شوې فزيکې شخړه، چې لوی خپل منځي اختلافات يې راولاړ کړي وو د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو له لوري حل او ستونزي د خبرو له لارې پای ته ورسېدې

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

خوست کې د ۱۶ کلنې بدي حل

 

يکشنبه ۹ ربيع الأول ۱۴۴۸

د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د ديني عالمانو، قومي سپين ږيرو، او مشرانو په هلو ځلو د خوست او لوګر ولايت د دوو کورنیو ترمنځ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۵۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې  د قتل له امله راپورته شوې ۶ کلنه دښمني پای ته ورسېده

 

شنبه ۸ ربيع الأول ۱۴۴۸

د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي له امله راپورته شوې شپږ کلنه دښمني چې په پايله کې يې يوه انجلۍ وژل شوې وه او ګڼې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۵۰
Background image

د خوست په صبریو او یعقوبیو ولسوالي کې له خلکو سره د شریعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

شنبه ۸ ربيع الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تر چتر لاندې د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په صبريو او يعقوبيو ولسوالي کې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu