باميان کې د دوو قومونو ترمنځ د شخړې د حل ترڅنګ سمنګان کې څلور کلنه بدي پای ته ورسېده
يکشنبه ١۸ صفر المظفر ۱۴۴۸
د باميان ولايت د مرکز اړوند سيمې دوه لويو قومونو ترمنځ د ځينو خپلمنځي مسائلو پر سر راپورته شوې شخړه، چې په پايله کې يې له يوه لوري څخه يو کس ټپي شوی و او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د مسؤلينو او قومي مشرانو په منځګړيتوب په سوله او ورورولي بدله شوه.
د دغه قومي شخړې د حل په موخه لومړی د قضیې له دواړو لورو سره ناستې وشوې او بيا له هغوی وغوښتل شول ترڅو د خبرو اترو له لارې روغې ته غاړه کېږدي، چې په همدې ترتيب دواړو خواوو دغه وړاندیز ومانه او د لیکلي واک په سپارلو سره یې جرګه کوونکو مشرانو ترمنځ په فيصلې کولو سره روغه جوړه ترسره کړه.
همداراز د سمنګان ولايت په حضرت سلطان ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د يو عراده موټر پر سر د ځينو راپورته شويو جنجالونو له کبله د دواړو کورنيو د غړو ترمنځ د تېرو څلورو کلونه راهېسي يو لړ اختلافات روان وو، چې ښکېلې خواوې يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې وې.
د يادو ستونزو او مشکلاتو د هواري په موخه د سمنګان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د ځايي اوسېدونکو په همغږۍ لومړی له طرفينو سره ناسته ترسره کړه او بيا يې د هغوی ترمنځ د يوې منصفانه پرېکړې په اساس حق حقدار ته وسپاره، چې په همدې سره يې تېر څلور کلن جنجالونه پای ته ورسېدل
