دايکندي کې د سيمه ييزو خلکو او کوچيانو ترمنځ د شخړې حل

taqi2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۳
دايکندي کې د سيمه ييزو خلکو او کوچيانو ترمنځ د شخړې حل

شنبه ۲۷ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د دایکنډي ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت د سنګ تخت او بندر ولسوالۍ د سیرک په سیمه کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو ترمنځ رامنځته شوې دوه شخړې د ولسوالۍ د مسئولینو، قومي مشرانو او مخورو په همغږۍ حل او فصل کړې او يادو اختلافاتو ته یې د پای ټکی کېښود.

د دغه آمریت مسؤلينو ذکر شويو ولسواليو ته د خپل سفر په ترڅ کې د ولسواليو د مشرانو او قومي مخورو په همکاري هغه اختلافات او لانجې حل کړې، چې د څړځایونو او علفچرونو پر سر د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ رامنځته شوې وې.

په پای کې د دواړو اړخونو مشرانو د مسؤلينو له لوري د ترسره شوې پرېکړې هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به خپل ژوند د ورورولۍ او سولې په فضاء کې تېروي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۶
Background image

فاریاب کې د ۲۰ کلنې بدي حل

شنبه ۲۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د فاریاب ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئیس مولوي نیک‌محمد حنفي په مشرۍ د ديني عالمانو او قومي مشرانو د منځګړیتوب په پایله کې د ياد ولايت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۳:۴۹
Background image

په بلخ او ارزګان کې د جلاجلا شخړو حل

شنبه ۲۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي سردار محمد محمدي په هڅو او د ځايي قومي مشرانو په منځګړيتوب د ياد ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۹:۲
Background image

زابل کې له ولسونو سره لویه ولسي غونډه تر سره شوه

پنجشنبه ٢٤ جمادی الأولی ١٤٤٨

دا غونډه چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا جوړه شوې وه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر ملا نورالله نوري په ګډون د زابل ولایت والي،. . .

BACK TO NEWS

User account menu