بلخ کې د ۳۵ کلنې حقوقي شخړې حل

taqi2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۵۳
بلخ کې د ۳۵ کلنې حقوقي شخړې حل

 

چهار شنبه ۲۴ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د بلخ ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي سردار محمد محمدي په مشري د ديني عالمانو، متنفذینو، مخورو سپین ږیرو او ولايتي ادارې د مشرانو په حضور کې د دې ولایت چهارکنت ولسوالۍ آبدرې سیمې اوسیدونکو ترمنځ ۳۵ کلنه شخړه پای ته ورسېده.

ياده اوږدمهاله شخړه، چې د څو جريبه ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې وه د دواړو خواوو ترمنځ يې د پراخو ستونزو سر بېره ګڼ مالي تاوانونه هم اړولي وو، چې وخت ناوخت به يې ترمنځ فزيکي اخ و ډب هم رامنځته کېده.

مسؤلينو د يادو جنجالونو د پای ته رسولو په موخه لومړی په هر اړخېزه توګه موضوع وڅېړله او بيا يې د قومي مشرانو او علماوو په شتون کې يوه ګډه جرګه راوبلله، چې په همدې توګه يې د يوې شرعي فيصلې په ترڅ کې حق حقدار ته وسپاره.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۲
Background image

باميان ولايت کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ شخړه حل شوه

 

چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د باميان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر د ولايتي اداري په ملتيا د دغه ولايت په پنجاب ولسوالۍ کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

ارزګان کې د يوې ترافيکي پېښه له امله راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د يوې ترافيکې پېښې له امله راپورته شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر ملا عبدالهادي حاجي امين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۷
Background image

هلمند کې دوه جلاجلا مرګوني شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د هلمند ولايت ناوه ولسوالۍ په ګوهرګين سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د اوبو پر سر را پورته شوې شخړه، چې له کبله يې يوکس وژل شوی او اته نور پکې. . .

BACK TO NEWS

User account menu