د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په کندوز ولایت کې د تېر شل کلن جهاد پر مهال له زخمي شویو او فلج شویو مجاهدینو سره وکتل.

taqi_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۳
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په کندوز ولایت کې د تېر شل کلن جهاد پر مهال له زخمي شویو او فلج شویو مجاهدینو سره وکتل.

دوشنبه ٣ ذوالقعدة ۱۴۴۷

د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزیر  ملا نورالله نوري د کندوز ولایت په دښت آرچي ولسوالۍ کې د تېر شل کلن جهاد له ځایي ډلګۍ مشرانو، زخمیانو، معیوب شویو او فلج شویو مجاهدینو او مسؤلینو سره وکتل.

ښاغلي نوري مجاهدینو ته وویل: دا ستاسې د مېړانې او جسارت نتیجه وه چې نن د افغانستان په هره نکته کې بشپړ اسلامي نظام حاکم دی او د پردیو اشغالګرو کمبله ټوله شوې ده.

نوري صاحب زیاته کړه: مجاهدینو که دا درنې قربانۍ او شهادتونه نه وای ورکړي، دا درنه فتحه او ازادي به نه وای راغلې.

نوري صاحب د سیمې مجاهدینو او مسؤلینو ته د سپارښتنې په توګه څرګنده کړه، چې نیتونه مو نور هم صالح کړئ، له ولسونو سره غوره چلند کوئ او په خپلو ورځنیو چارو کې له عدل، احتیاط او حوصلې څخه کار واخلئ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۳
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په کندوز ولایت کې د تېر شل کلن جهاد پر مهال له زخمي شویو او فلج شویو مجاهدینو سره وکتل.

دوشنبه ٣ ذوالقعدة ۱۴۴۷

د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزیر  ملا نورالله نوري د کندوز ولایت په دښت آرچي ولسوالۍ کې د تېر شل کلن جهاد له ځایي ډلګۍ مشرانو، زخمیانو، معیوب شویو او فلج. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۸
Background image

لغمان کې د ۵ کلنې شخړې حل

دوشنبه ۳ ذوالقعده الحرام  ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د ولايتي ادارې په همکاري او د قومي مشرانو، د يني عالمانو په هڅو د دغه ولايت په دولت شاه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۶
Background image

بغلان کې د څلورو لسېزو په دوام مرګوني دښمني په دوستي بدله شوه

يکشنبه ۲ ذوالقعدة الحرام  ۱۴۴۷


د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې غړو مفتي شفيع الله ثاقب، مولوي محمدآجان رهبر، مولوي محمد اسحاق ادريس او مولوي نيک محمد. . .

BACK TO NEWS

User account menu