خوست کې د ۷۰ کلنې دښمنۍ پای
چهار شنبه ٢۸ شوال المکرم ۱۴۴۷
د خوست ولایت د باک ولسوالي په شمل خېلو سيمه کې د یوې اوږدمهاله شاوخوا اویا کلنې دښمنۍ روغه جوړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو په همغږۍ، د باک ولسوالۍ د استازو او قومي مصلحینو په پرلهپسې هڅو تر سره شوه.
یاده دښمني چې نږدې اویا کاله دوام یې درلود له دواړو لوريو څخه پکې یو یو تن وژل شوی و او ګڼې لويې ستونزې يې لا هم ترمنځ مو جودې وې، چې بلآخره د مسؤلينو له لوري د سولې او ورورولۍ په فضا بدله شوه.
د روغې جوړې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي میا محمد ولي صدیقي وویل، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ دغه ولایت کې د شخړو د حل لپاره ځانګړی کمیسیون جوړ شوی. نوموړي زیاته کړه، چې دا روغه جوړه په خوست کې د همدې لړۍ ۱۰۵مه بریالۍ شخړه وه، چې په سوله بدله شوه.
