خوست کې د ۷۰ کلنې دښمنۍ پای

taqi_admin
Thu, Apr 16 2026 11:04 AM
خوست کې د ۷۰ کلنې دښمنۍ پای

چهار شنبه ٢۸ شوال المکرم  ۱۴۴۷

د خوست ولایت د باک ولسوالي په شمل خېلو سيمه کې د یوې اوږدمهاله شاوخوا اویا کلنې دښمنۍ روغه جوړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو په همغږۍ، د باک ولسوالۍ د استازو او قومي مصلحینو په پرله‌پسې هڅو تر سره شوه.

یاده دښمني چې نږدې اویا کاله دوام یې درلود له دواړو لوريو څخه پکې یو یو تن وژل شوی و او ګڼې لويې ستونزې يې لا هم ترمنځ مو جودې وې، چې بلآخره د مسؤلينو له لوري د سولې او ورورولۍ په فضا بدله شوه.

د روغې جوړې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي میا محمد ولي صدیقي وویل، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ دغه ولایت کې د شخړو د حل لپاره ځانګړی کمیسیون جوړ شوی. نوموړي زیاته کړه، چې دا روغه جوړه په خوست کې د همدې لړۍ ۱۰۵مه بریالۍ شخړه وه، چې په سوله بدله شوه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu