بغلان، بلخ او لغمان کې د شخړو پای
سه شنبه ٢۷ شوال المکرم ۱۴۴۷
د بغلان ولايت په دوشي ولسوالي کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکو د ملکيت پر سر راپورته شوې څلور کلنه شخړه، چې له دواړو لورو پکې درې ته ټپيان شوي وو د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت په کوششونو پای ته ورسېده. د شخړې دواړو اړخونو به وخت ناوخت پر يوبل تعرضونه کول.
په همدې حال کې د بلخ ولايت د سرحدونو٬ قومونو اوقبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشرۍ، د علماوو او متنفذينو په همکاري د ياد ولايت حيرتان بندر ته نېږدې سيمه کې د يوې ترافيکې پېښې له امله راپورته شوي موضوع حل او فصل کړه. په دې پېښه کې دوه تنو خپل ژوند بايللی وو.
همداراز د لغمان ولايت په الينګار ولسوالي کې د ځينو خپلمنځي مسائلو پر سر راپورته شوې شخړه، چې يو کال يې دوام درلود او له يوه طرفه پکې يوتن ټپي شوی هم وو د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د آمريت مسؤلينو له لوري حل او دواړو خواوو سوله سره وکړه.
