بغلان، بلخ او لغمان کې د شخړو پای

taqi_admin
Wed, Apr 15 2026 3:27 PM
بغلان، بلخ او لغمان کې د شخړو پای

سه شنبه ٢۷ شوال المکرم  ۱۴۴۷

د بغلان ولايت په دوشي ولسوالي کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکو د ملکيت پر سر راپورته شوې څلور کلنه شخړه، چې له دواړو لورو پکې درې ته ټپيان شوي وو د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت په  کوششونو پای ته ورسېده. د شخړې دواړو اړخونو به وخت ناوخت پر يوبل تعرضونه کول.

په همدې حال کې د بلخ ولايت د سرحدونو٬ قومونو اوقبايلو چارو رياست مسؤلينو په‌ مشرۍ، د علماوو او متنفذينو په همکاري د ياد ولايت حيرتان بندر ته نېږدې سيمه کې د يوې ترافيکې پېښې له امله راپورته شوي موضوع حل او فصل کړه. په دې پېښه کې دوه تنو خپل ژوند بايللی وو.

همداراز د لغمان ولايت په الينګار ولسوالي کې د ځينو خپلمنځي مسائلو پر سر راپورته شوې شخړه، چې يو کال يې دوام درلود او له يوه طرفه پکې يوتن ټپي شوی هم وو د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د آمريت مسؤلينو له لوري حل او دواړو خواوو سوله سره وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu