د زابل ولایت په دایچوپان ولسوالی کې د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو غونډه تر سره شوه

taqi2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۵:۹
د زابل ولایت په دایچوپان ولسوالی کې د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو غونډه تر سره شوه

 

شنبه ۱ جمادی‌الثانی ۱۴۴۷ 

د زابل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له ولایت مقام سره په ګډه د دې ولايت په دایچوپان ولسوالي کې له قومي مشرانو، ديني عالمانو او عامو خلکو سره د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو تر عنوان لاندې یوه ستره ولسي غونډه تر سره کړه، چې پر مهال يې د زابل ولایت مرستیال والي، د ولایتي ادارو مسؤلینو، قومي مخورو او عامو خلکو شتون درلود.

د دایچوپان ولسوالي علماوو او قومي مشرانو په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې: دوی د ا.ا.ا د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو ټینګ ملاتړ کوي او د عملي کولو په نیت به یې هلې ځلې کوي، هغوی له ا.ا.ا څخه د مننې تر څنګ د سرکونو، مدرسو، مکتبونو او کلینیکونو د جوړولو غوښتنې وکړې.

وروسته د زابل مرستیال والي الحاج حافظ سیدالرحمن د انقلاب په اوږدو کې د دایچوپان ولسوالي د خلکو قربانۍ وستایلې، نوموړي وویل چې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرامین عملي کول د هر چا شرعي وجیبه ده، ښاغلي سیدالرحمن خلکو ته ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې رسېدګي کېږي او په مورد به یې چټک ګامونه اخلي.

د غونډې په پای کې د زابل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست رئیس عبدالکریم سحر اخندزاده د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ١٣ او١٧ ګڼه فرمانونه تشريح کړل، نوموړي له خلکو وغوښتل چې د جبري نکاح، ناوړه دودونو، بې‌ ځایه لګښتونو، د ښځو حقوقو ته د پاملرنې او د انساني قاچاق په مخنيوي کې دې له ا.ا.ا سره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu