په هيواد کې د مسؤلينو او ولسي خلکو ترمنځ د ملت، اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولس هوساينې غونډو دوام

taqi2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۴۳
په هيواد کې د مسؤلينو او ولسي خلکو ترمنځ د ملت، اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولس هوساينې غونډو دوام

 

پنجشنبه ۱۸ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري داځل په نورستان ولايت کې له خلکو سره د ياد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ د معین په مشري د مل پلاوي  په شتون کې  د ملت، اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولس هوساینې تر عنوان لاندې ولسي غونده وشوه، چې پر مهال یې د ولایتي ادارو مسؤلینو او ولسواليو استازو په ګډون، قومي مشرانو، ديني عالمانو، سپین ږیرو او ځوانانو هم برخه لرله.

قومي مشرانو د غونډې پر مهال ټينګار وکړ، چې په خلکو کې د قوم ‌پرستي جرړې باید ختمې شي، ځکه دا د حق او باطل ترمنځ د توپير فضاء کمزورې کوي او د ملت د يووالي پر وړاندې خنډ جوړوي. قومي مشرانو زياته کړه، چې نورستان ولايت ته د ا.ا.ا د مشرانو پام زيات شوی او هڅې روانې دي تر څو د ولس ستونزې حل او اړينو خدمتونو ته د خلکو لاسرسی لا ښه شي. دوی همداراز د خپلو سيمه ‌ييزو ستونزو د يادونې ترڅنګ د اسلامي امارت پر کلک ملاتړ هم ټينګار وکړ.
 
ورپسې د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي احمد وویل :ولسونه باید د دښمن پر وړاندې یو موټی، بیدار او هوښیار پاتې شي، څو د هغوی ټول شرارتونه او ورانکاره پلانونه شنډ او د هيواد ثبات خوندي وساتل شي. نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړ، چې په وينا يې د اسلامي امارت مشران شپه او ورځ ستاسو د خدمت او ملاتړ لپاره چمتو دي. ښاغلي احمد وويل: د نورستان ولس د خپل ایمان، مېړانې او وفادارۍ په برکت سترې قربانۍ ورکړې، د هرې ویاړلې لحظې یاد یې د دې سیمې د زړورو خلکو د بې ساري غیرت او خدمت څرګند ثبوت دی.

په پای کې د وزارت د اقتصادي خدمتونو او څړځايو نو رئیس مفتي لعل محمد منیب په خپلو خبرو کې وويل: ټول ولسونه باید یو تن او یو وجود وي او هېڅ ډول توپیر باید ونه لري. نوموړي زياته کړه، چې تېرو حکومتونو د خلکو ترمنځ ویش او بېلتونونه رامنځته کړي وو، چې له امله یې د ملت یووالي ته زیان اوښتی او د اختلافاتو له وجې د هيواد د پرمختګ مخه نېول شوې وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu