خوست کې د ۱۸ کلنې شخړې سربېره پروان کې ۴ کلنه او لغمان کې هم شخړه هواره شوه

taqi2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۱۴
خوست کې د ۱۸ کلنې شخړې سربېره پروان کې ۴ کلنه او لغمان کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۱۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د استازو لخوا د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب د دغه ولايت په تڼيو ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه اوږدمهال ۱۸ کلنه شخړه هواره شوه، چې له يوه لوري پکې يوکس خپل ژوند له لاسه ورکړی و. د مسؤلينو له فيصلې وروسته دواړو خواوو يوبل وبښل او د وروري ژوند ته را وګرځېدل.

ورته مهال د پروان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په دغه ولايت کې د يوه کس د وژنې پر سر هغه راپورته شوې څلور کلنه شخړه هواره کړه، چې دواړو لوريو ته يې ګڼې ستونزې را ولاړې کړې وې.

همداراز د لغمان ولايت په الينګار ولسوالي کې هم دوه مرورې کورنۍ وروسته له يوه کال سره پخلا شوې او سوله ييز ژوند ته يې مخه کړه. ياده شخړه د لغمان د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو له لوري په داسې ډول حل شوه، چې طرفينو د بشپړ رضايت ترڅنګ تېر هېر کړل او نوی د خوښي ژوند يې پيل کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۴
Background image

په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

 

سه شنبه ۲۳ رجب المرجب ۱۴۴۷

دغه غونډې، چې د اسلامي اخوت او  خلکو ستونزو د اورېدو تر سرليک لاندې پيل شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ياد وزارت د جرګو او قبايلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۲۴
Background image

کنړ کې د ۳۵ کلنې شخړې سر بېره بلخ کې هم مسؤلينو ۸ کلنې شخړې ته د پای ټکی کېښود

 

يکشنبه ۲۱ رجب المرجب ۱۴۴۷

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو په ملتيا د دغه ولايت يه آسمار ولسوالي کې د يوې ۳۵ کلنې دښمۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۱۷
Background image

بلخ او ارزګان کې جلاجلا شخړې حل شوې

 

چهارشنبه ١٨ رجب المرجب ۱۴۴۷

په بلخ ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ  هغه راپورته شوې څه باندې يو کلنه شخړه، چې دواړو لوريو ته يې ګڼې ستونزې راولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu