ننګرهار کې دوه جلاجلا شخړې حل شوې

taqi2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۸:۵۸
ننګرهار کې دوه جلاجلا شخړې حل شوې

 

چهار شنبه ۷ جمادي الاولی ۱۴۴۷

د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د قومي مشرانو او ديني عالمانو په همکاري د ياد ولايت په بهسود ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ راپورته شوې کورنۍ شخړه د خبرو اترو له لاري حل کړه او او ښکېل لوري يې سره پخلاکړل.

په ياده رامنځته شوې شخړه کې له يوه لوري څلور تنه ټپيان شوي وو او د يولړ مالي تاوانونو ترڅنګ يې ترمنځ ژوره تربګني هم موجوده وه، چې مسؤلينو په خپل منځګړيتوب د يوې شرغي فيصلې په کولو سره له دښمني راوګرځول او د خوښي ژوند يې پيل کړ.

په همدې حال کې د ياد ولايت په دره نور ولسوالي کې هم د کورنيو جنجالونو له امله راپورته شوې شخړه د يادو مسؤلينو له لوري هواره شوه او طرفينو د سولې لاسونه سره ورکړل. په دي پېښه کې يو تن ټپي شوی هم و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu