د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو دوام

taqi2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۸
۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو دوام

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو په دوام دا ځل د کاپيسا ولايت په نجراب، د کندهار په مرکز، دامان، ښورابک او خاکريز ولسوالي، د بادغيس په تګاب عالم، د تخار په چال او د کنړ ولايت په نرنګ او خاص کنړ ولسوالي کې له عامو خلکو سره د هغوی د ستونزو د اورېدو په موخه غونډې ترسره شوې.

د غونډو پر مهال مسؤلينو د اميرالمؤمنين حفظه‌ الله هغه فرمان ولوست، چې د سيمه ‌ييزو ناوړه دودونو او رواجونو د مخنيوي په اړه صادر شوی دی. دوی له خلکو وغوښتل، چې د ياد فرمان د عملي کولو په برخه کې خپل مسئوليت ادا کړي او د اسلامي اصولو په پلي کولو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي. مسؤلينو همداراز ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د هرې لويې او وړې ستونزې د حل لپاره يې شپه او ورځ هڅې کوي او دا خپل  ايماني، اسلامي او هيوادنی مسؤليت ګڼي.

قومي مشرانو د غونډو پر مهال په خپلو ويناوو کې د اوسني نظام له خدمتونو مننه وکړه او ياد نظام يې د هيواد د ثبات، امنيت او ولسونو د خونديتوب لپاره مهم وباله. هغوی له مسؤلينو مننه وکړه، چې د ولس غږ ته غوږ نيسي او د خلکو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۴
Background image

په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

 

سه شنبه ۲۳ رجب المرجب ۱۴۴۷

دغه غونډې، چې د اسلامي اخوت او  خلکو ستونزو د اورېدو تر سرليک لاندې پيل شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ياد وزارت د جرګو او قبايلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۲۴
Background image

کنړ کې د ۳۵ کلنې شخړې سر بېره بلخ کې هم مسؤلينو ۸ کلنې شخړې ته د پای ټکی کېښود

 

يکشنبه ۲۱ رجب المرجب ۱۴۴۷

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو په ملتيا د دغه ولايت يه آسمار ولسوالي کې د يوې ۳۵ کلنې دښمۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۱۷
Background image

بلخ او ارزګان کې جلاجلا شخړې حل شوې

 

چهارشنبه ١٨ رجب المرجب ۱۴۴۷

په بلخ ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ  هغه راپورته شوې څه باندې يو کلنه شخړه، چې دواړو لوريو ته يې ګڼې ستونزې راولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu