جوزجان کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو له خلکو سره غونډه وکړه

taqi_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۱:۲۷
جوزجان کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو له خلکو سره غونډه وکړه

چهار شنبه ۵ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو د علماوو شوراغړو، د امربالمعروف او نهی عن المنکر رياست مسؤلينو او د اسلامي امارت منسوبينو په ملتیا د دي ولايت اړوند خواجه دوکو په ولسوالۍ کې له عامو خلکو، قومي مشرانو او مخورو سره د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو اورېدو په موخه غونډه ترسره کړه. د غونډې پرمهال د جوز جان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي غلام نبي صميم ګډونوالو ته وويل: د دي ولسي راټولېدنې هدف د ولسونو ترمنځ د اتحاد پياوړتيا، د ستونزو اورېدنه او د ميرالمؤمنين حفظه الله د فرمانونو تشريح ده ترڅو ولوسونه تري په پوره معنا خبر او د ژوند په چارو کې يې عملي کړي. ورپسې قومي مشرانو د اسلامي امارت کلک ملاتړ وکړ او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې د حل په موخه له مسؤلینو سره شریک کړل. يادو قومي مخورو ژمنه وکړه، چې د شيخ صيب حفظه الله هرفرمان به په سر سترګو مني او د ژوند په ټولو چارو کې به تري ګټه اخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې  د ۱۱ پروژو چارې  پیل شوې

 

چهار شنبه ۱۴۴۷ کال د ربیع الأول۲۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي له یوه پلاوي او سیمه‌ ییزو مسؤلینو سره یو ځای په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

په عبدالرحمان بابا عالي لېسه کې له زده کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیستل شوه

 

سه شنبه  ۲۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۷
نن مخکې له غرمې په پلازمېنه کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند په رحمان بابا عالي لېسه کې د یادې لېسې د آمر او ښوونکو له لوري د سیرت
. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

په پلازمينه کابل، بلخ او کنړ ولايت کې د ولسي شخړو حل!

سه شنبه ۲۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ نيک محمد افغاني په مشري د کابل ولايت په پغمان ولسوالي کې د ځمکې د ملکيت پر سر د. . .

BACK TO NEWS

User account menu