جوزجان کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو له خلکو سره غونډه وکړه

taqi_admin
Mon, Aug 04 2025 11:27 AM
جوزجان کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو له خلکو سره غونډه وکړه

چهار شنبه ۵ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو د علماوو شوراغړو، د امربالمعروف او نهی عن المنکر رياست مسؤلينو او د اسلامي امارت منسوبينو په ملتیا د دي ولايت اړوند خواجه دوکو په ولسوالۍ کې له عامو خلکو، قومي مشرانو او مخورو سره د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو اورېدو په موخه غونډه ترسره کړه. د غونډې پرمهال د جوز جان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي غلام نبي صميم ګډونوالو ته وويل: د دي ولسي راټولېدنې هدف د ولسونو ترمنځ د اتحاد پياوړتيا، د ستونزو اورېدنه او د ميرالمؤمنين حفظه الله د فرمانونو تشريح ده ترڅو ولوسونه تري په پوره معنا خبر او د ژوند په چارو کې يې عملي کړي. ورپسې قومي مشرانو د اسلامي امارت کلک ملاتړ وکړ او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې د حل په موخه له مسؤلینو سره شریک کړل. يادو قومي مخورو ژمنه وکړه، چې د شيخ صيب حفظه الله هرفرمان به په سر سترګو مني او د ژوند په ټولو چارو کې به تري ګټه اخلي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu