کندز کې د ۱۵ کلنې دښمني تر څنګ ننګرهار او باميان ولايتونو کې هم جلاجلا شخړې هوارې شوې

taqi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۹:۴۹
شخړه

دوشنبه ۳ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د کندز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي احسان الله ثاقب په دوامداره هڅو، د قومي مشرانو، علماء کرامو او ځايي خلکو په همکاري د شاو خوا ۱۵ کلونو اوږدمهاله دښمني په دوستي بدله کړه او ښکېلې کورنۍ د سولې په ټغر کښېناستې. ياده دښمني چې د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې وه او دواړو لوريو ته د درنو مالي تاوانونو برسيره ۵ تنه پکې وژل شوي او څو تنه نور پکې ټپيان شوي وو د مسؤلينو لخوا د څو ناستو په موده کې لومړی سولې ته راضي او بيا د يوې عادلانه پرېکړې له مخې يو بل سره غاړه په غاړه شول. په ورته مهال د ننګرهار ولايت په اتمه ناحيه کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوې ترافيکې پېښې له امله راپورته شوې شخړه، چې په نتيجه کې يې يو کس وژل شوی و او ترمنځ يې ژور جنجالونه موجود و د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو له لوري حل او دواړو خواوو روغه سره وکړه. همداراز په باميان ولايت کې هم د ځمکو او څړځايونو پر سر راپورته شوې شخړه د باميان ولايتي ادارې او د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت په همغږۍ حل او ښکېلو خواوو سولې ته مخه کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۸:۴۱
Background image

د کوچیانو حیواني محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شول

پنج شنبه ٢٤ جمادی‌الأولی  ۱۴۴۸

د کابل په بادام باغ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په خزاني نندارتون کې د کوچیانو حیواني محصولات او لاسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۸:۳۴
Background image

په سروبي ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شریعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

چهارشنبه/۲۳/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږي رئیس مولوي محمد آجان رهبر د یوه پلاوي په مشري د کابل د سروبي ولسوالۍ له قومي مخورو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۳
Background image

د یوه نیکه د لمسیانو او کورنیو ترمنځ یې خونړۍ بدي په دوستي بدله شوه 

سه شنبه/۲۲/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳ کاله وړاندې پېښه شوې بدي، نن د کابل په شکر دره ولسوالۍ کې د یوې ناستې پرمهال حل شوه.

دغه بدي د یوه. . .

BACK TO NEWS

User account menu