بلخ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۶ کلن جنجالونه پای ته ورسېدل

سه شنبه ۵ محرم الحرام ۱۴۴۷
د بلخ ولایت د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو رئیس مولوي سردار محمد محمدي په هڅو د ياد ولايت د قومي مشرانو، علماوو او ځايي خلکو په همکارۍ مزار شريف ښار کې د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۶ کلونو شخړه هواره او طرفين روغې ته راضي شول.
ياده شخړه چې د يو لړ حقوقي مسايلو پر سر راپورته شوې وه او شپږ کاله يي دوام درلود، دواړو لوريو ته يي لويې ستونزې پېښې کړې وې، چې وخت ناوخت به يي ترمنځ جنجالونه را پورته کېدل.
مسؤلينو د خبرو اترو له لارې لومړی هغوی په حقوقي مسايلو وپوهول او بيا یې ترمنځ د عادلانه فيصلې په کولو سره حق حقدار ته وسپاره، چې په همدې سره يي ياده اږد مهاله شخړه حل او د خوښۍ ژوند يې پيل کړ