په باميان ولايت کې ۱۵ کلنه بدی په دوستي بدله شوه

taqi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۲:۳۹
عکس

سه شنبه ۱۵ ذوالقعده ۱۴۴۶

د باميان ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ د يو لړ سوداګريزو مسايلو پر سر راپورته شوې ۱۵ کلنه بدي د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو، قومي مشرانو او سيمه ييزو خلکو په همکارۍ پای وموند.

په همدې مناسبت د را بلل شوې غونډې ګډونوالو ته مسؤلينو په خپلو خبرو کې د بديو او تربګنيو په ناوړه پايلو معلومات وړاندي کړل او ښکېل اړخونه يې دې ته راضي کړل، چې له دښمنې لاس واخلي او د سولې ژوند ته مخه کړي.

په پای کې جرګه کوونکو مشرانو له پوره تحقيق او څېړنو وروسته د اسلامي شريعت په رڼا کې فيصله واوروله، چې د ښکېلو خواوو د پخلا کېدو سبب شوه او په همدې سره يې يو بل ته د خوښۍ غاړې ورکړې

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د بلخ، فارياب او سرپل ولايتونو په ځینو ولسواليو کې بېلابېلې ولسي غونډې تر سره شوې

شنبه ۲۹ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د بلخ ولايت د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو له لوري په دولت آباد ولسوالي کې د جوړې شوې غونډې پر مهال د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله هغه فرمانونه ګډونوالو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۱۵
Background image

کنړ کې ۱۶ کلنه او بلخ کې ۱۴ کلنه شخړه حل شوه

شنبه ۲۹ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلوو چارو رياست مسؤلينو د ولايتي ادارې استازو، قومي مشرانو او ديني عالمانو په همکاري د دغه ولايت په دولت آباد ولسوالي کې د دوو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۴:۴۳
Background image

جوزجان کې ۲ کلنه شخړه حل او ميدان وردګو کې دوې مرورې کورنۍ پخلا شوې

پنجشنبه ۲۷ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د جوزجان ولايت د سرحدونو، اقوامونو او قبایلو چارو ریاست استازو د یو شمېر علماوو، قومي مخورو او سپین ږیرو په حضور کې هغه دوه کلنه شخړه هواره کړه، چې د څوکسانو. . .

BACK TO NEWS

User account menu