په نورستان ولایت کې د څه باندي دوه لسيزو اوږده شخړه حل شوه

khoram_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۲
شخړه

 

 سشنبه ۱۴ رجب ۱۴۴۶

د نورستان ولايت کامدېش ولسوالۍ په ګور دېش سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ۲۶ کلونو هغه اوږده شخړه هواره شوه، چې له دواړو لوريو پکې دوه تنه وژل شوي، د يوې ښځې په ګډون څلور تنه ټپيان شوي او ترمنځ يې ژور اختلافات موجود وو.

د نورستان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو په مشرۍ، د ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب لومړی له دواړو لوريو اختیار لیکونه واخیستل شول او د حل په موخه يې عادلانه فيصله وړاندې شوه، چې دواړو لوريو له رضايت وروسته  يوبل ته د ورورۍ غيږې ورکړې او په همدي توګه يې ياده شخړه حل او فصل شوه.

ښکېلو خواوو په تېره دښمنۍ د پښېمانۍ څرګندولو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به د ورورۍ په فضا کې ژوند کوي او يو بل ته به هېڅ ستونزې او خنډونه نه جوړوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu