په کندوز ولایت کې ۱۰ کلنه بدي په ورورۍ بدله شوه

khoram2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۷:۳۷
شخړه

سه شنبه ۱۴۴۶/۵/۳

د کندوز ولایت د مرکز په جرګذر ناصري کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۰ کلنه خپلمنځي بدي چې په زیاتو مالي زیانونو سربېره له دواړو خواوو څخه پکې ۴ تنه هم وژل شوي وو تېره ورځ د یوې پراخې ولسي ناستې په ترڅ کې په ورورۍ بدله شوه.

د دغې بدۍ د حل په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس مفتي شفیع الله ثاقب په مشري یو پلاوی چې د دغه وزارت د شخړو د حل سلاکار مولوي محمدآجان رهبر هم پکې شامل و، له ولایتي مسؤلینو، قومي مشرانو او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي احسان الله ثاقب سره په ګډه یادې شخړې ته د پای ټکی کېښود.

د دغې شخړې د حل پر مهال مسؤلینو د قومي مشرانو او سیمه ییزو متنفذینو په همکاري په بدۍ کې له ښکېلو لوریو سره ناستې وکړې، د اسلامي شریعت پر بناء یې د دوښمنیو بدې پایلې روښانه کړې او د دودیزو مرکو له لارې یې د دوی تر منځ د خیر پرېکړه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۸:۱۷
Background image

د بغلان ولایت له قومي مشرانو او عالمانو سره کتنه

پنجشنبه ۱۴۴۶/۵/۱۹

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن مخکې له غرمې د بغلان ولایت له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د دغې کتنې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۸:۱۲
Background image

په سمنګان ولايت کې دوې بېلابېلې شخړې حل شوې

پنج شنبه ۱۴۴۶/۵/۱۹

په سمنګان ولايت کې د دوو کورنيو تر منځ د مهر پر سر هغه ۱۴ کلنه شخړه هواره شوه، چې د دغه کورنيو ترمنځ يې ژور خپل منځي اختلافات راپورته کړي وو. د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۸:۹
Background image

په بادغيس ولایت کې ۱۵ کلنه شخړه حل او په بلخ کې د دوه مرورو کورنيو ترمنځ روغه وشوه

چهارشنبه ۱۴۴۶/۵/۱۸

د بادغيس ولايت په جوند ولسوالۍ کې د دوو قريو تر منځ د ۱۵ کلنو هغه اوږده شخړه هواره شوه، چې پکې د وژنې ترڅنګ دواړو خواوو ته ګڼ مالي زيانونه هم رسېدلي وو.

دغې شخړې چې. . .

BACK TO NEWS