د نورستان اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پراختیایي پروژو په موخه د یوه پلاوي سفر

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۸:۴۶
کمېته

 

دوشنبه ۲۵/۴/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مالي او اداري لوی رئیس مولوي محمد انور تائب د یوه پلاوي په مشري نورستان ولایت ته سفر وکړ او له هدایت سره سم یې د نورستان ولایت د استازي  مولوي محمد نادر محمد، د ولایتي کمېټې له غړو او تخنیکي مسؤلینو سره ناسته وکړه. 

په دغه ناسته د وزارت له لوري د لېږل شوي هیئت له لوري د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پرتو ولسوالیو ته د خدمتونو ترسره کولو په کړنلاره، میکانیزمونو او اړوند اسنادو خبرې وشوې، د ولایتي کمېټې ستونزې او راپورونه واورېدل شول او په اړونده برخه کې مسؤلینو ته سپارښتنې او مشورې ورکړل شوې. 

ورپسې د نورستان ولایتي استازي ښاغلي محمد د ولایتي کمېټې د مشر په توګه د سرحدي او ډېورنډ فرضي کرښې ته څیرمه وګړو د خدمتونو لړۍ یوه اړینه چاره وبلله او له ورغلي پلاوي څخه یې مننه وکړه چې د ولایتي کمېټې او تخنیکي مسؤلینو د لارښونې په موخه یې سفر ترسره کړی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۶
Background image

 هلمند کې د شاوخوا يو کال په دوام رامنځته شوې بدي حل شوه

 

شنبه ۲۹ ربيع الأول ۱۴۴۸

د هلمند ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د رئيس مولوی اکرام الدین بصیري په مشري د ديني عالمانو، متنفذينو او مخورو په دوامداره هڅو د دغه ولايت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۳:۵۰
Background image

په پکتیا کې  د دوو کورنیو ترمنځ ۷ کلنه قومي بدی پای ته ورسېده

 

شنبه ۲۹ ربيع الأول ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت ډنډې پټان ولسوالۍ اړوند د خرکي کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۷کلنه قومي بدي، چې  له امله یې یو تن وژل شوی و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

په پکتيا، پنجشير او نيمروز ولايتونو کې له خلکو سره د شريعت د نفاذغونډې

 

پنجشنبه ۲۷ ربيع الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د ولسواليو په کچه د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شریعت د نفاذ او همغږۍ ترعنوان لاندې د پکتيا په جانخېلو، د. . .

BACK TO NEWS

User account menu