په فارياب ولايت کې د اسلامي نظام د ثبات، ولسونو د یووالي او انسجام غونډه ترسره شوه!

khoram2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۷:۳۱
ناسته

پنج شنبه ۲۳/۳/۱۴۴

نن له غرمې وړاندې د فارياب ولايت په مرکز کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشرۍ د اسلامي نظام د ثبات، ولسونو د يووالي او انسجام لويه ولسي غونډه په داسي حال کې ترسره شوه،چې پکې د ياد وزارت مسؤلينو، د ولايت او بيلا بيلو ولسواليو استازو، قومي مشرانو او ګڼو ولسي خلکو ونډه لرله.

په پيل کې د فارياب ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايو چارو رئيس مولوي محمد مير صارم وويل د داسي غونډوجوړول د ولسونو د ستونزو د اوريدو او رسيدنې ښه ادرس دی خلک کولي شي په ډاډه زړه خپلې ستونزې د ا.ا له مشرانو او مسؤلينو سره شريکې کړې. ورپسي قومي مشرانو د ا.ا.ا په کلک ملاتړ سره دا نظام يو لوی نعمت ياد کړ او وياړ يې څرګند کړ، چې الله داسې يو سپيڅلی نظام را کړى چې د هر شخص حقوق پکې خوندي دي مونږ ته الله ج داسې مشران او د حکومت چلوونکې را کړل چی هيچاته اجازه نه ورکوي ترڅو بې اتفاقۍ ته لار جوړه کړي.

د وزارت د جرګو او قبايلو چارو معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد د فارياب ولسي غونډه کې وويل: د اسلامي نظام حاکميت زمونږ د ځوانانو او ولسونو د قربانيو ثمره ده. کلونه په وطن ناخوالې وي، ميلونونه شهيدان مو ورکړل، چې اوس له استعمار خلاص او په خپلواکه توګه د هيواد د آبادۍ لپاره کار کوو. ښاغلي احمد ولسونو ته زياته کړه د پرديو په تبليغاتو ونه غوليږئ ويښ ووسئ او د خپلو مشرانولا ښه اطاعت وکړئ .

د جرګو اوهمغږۍ رئيس شيخ حضرت ولي حقاني په خپله وينا کې د ولسونو ملاتړ اومجاهدينو قربانۍ وستايلې هغه وويل: زمونږ قربانۍ د دې لپاره وي، چې اسلامي نظام قايم شې، هيواد او هيوادوال مو د پرديو له دسيسو او لاسوهنو خلاص شي، د اسلامي نظام ټول مسؤلين خپل ځانونه ستاسو خادمان بولې او هرې ستونزي ته مو رسېدنه خپله ديني او وجدانې وظيفه ګڼې اوپه پوره اخلاص ورته د حل لارې پيدا کوي.

د اسلامي نظام د ثبات، ولسونو د یووالي او انسجام دا غونډه په دعايه سره پاي ته ورسيده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu