مالي او اداري ریاست:

  • د وزارت د برنامو د تطبیق به منظورد سرحدونو، قومونواوقبایلو چارووزارت په ملي لګښتونو کې د اسانتیاوود رامنځته کولو په پار د ملي بودجوي پلانونو طرح کول.
  • په مرکز کې د اړوندو اداروپه همکارۍ محاسبوي، بودجوي اود حواله جاتو مالي فعالیتونه تنظیمول اوطرح کول.
  •  په هر مالي کال کې د وزارت د منظور شوي تشکیل پر اساس د عادي بودجې ترتیب او تنظیمول او د مالې وزارت د بودجې د دفاع په کمیسیون کې  له بودجې دفاع کول.
  •  په مرکز او ولایتونو کې اجراء کوونکو ادارو ته د هغوی د تشکیل پر اساس د عادي او انکشافي بودجو وېشل.
  •  د تادیاتو، معاشونو، اضافه کاریو، حق الزحمو، بخشیشیانواو د انکشافي پرژواو قراردادیانو  د حوالو د اجراء چارې تنظیمول.