د غزني ولايت په مرکز کې يوه لويه شخړه حل او په لوګر کې هم دوه خېلونو له دښمنۍ لاس واخيست

khoram2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۵:۳۳
شخړې

دوشنبه ۲۰/۳/۱۴۴۶

د غزني ولايت په مرکز کې د دوو قومونو تر منځ د کرکيلې (زراعت) پر سر هغه شخړه هواره شوه، چې له یوه لوري پکې يو کس وژل شوی وو او ترمنځ يې د دښمنۍ لويې او ژورې ناندرۍ روانې وې.

د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو په هلو ځلو، د ځايي قومي مشرانو، علماوو او ا.ا.ا د ځينو منسوبينو په شريکو همکاريو ياده شخړه هواره شوه او ښکېل اړخونه يې سولې ته راوبلل. شخړه کوونکو کورنيو په خپله روغه جوړه خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې په آينده کې به بيا داسې جنجالونه نه تکراروي.

همدا راز د لوګر ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد عالم (رهبر) په مشرۍ ، د سيمه ییزو مشرانو، قومي سپين ږيرو، علماوو او ا.ا.ا د مشرانو په هڅو په ياد ولايت کې د دوو خېلونو ترمنځ هغه شخړه حل شوه چې دوه تنه پکې ټپيان شوي وو او تر شا يې لويې قومې ستونزې پريښې وې. دغه ستونزه چې درې مياستې وړاندې په ياد ولايت کې پيښه شوې وه د يوې جرګې په ترڅ کې په داسې حال کې هواره شوه، چې مسؤلينو ښکېلو خواوو ته په سوله، اخوت، اتفاق، او ورور ولۍ ټينګار وکړ، هغوی يې يووالي ته راوبلل او د دښمنۍ په بدو عواقبو يې وپوهول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۶
Background image

 هلمند کې د شاوخوا يو کال په دوام رامنځته شوې بدي حل شوه

 

شنبه ۲۹ ربيع الأول ۱۴۴۸

د هلمند ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د رئيس مولوی اکرام الدین بصیري په مشري د ديني عالمانو، متنفذينو او مخورو په دوامداره هڅو د دغه ولايت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۳:۵۰
Background image

په پکتیا کې  د دوو کورنیو ترمنځ ۷ کلنه قومي بدی پای ته ورسېده

 

شنبه ۲۹ ربيع الأول ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت ډنډې پټان ولسوالۍ اړوند د خرکي کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۷کلنه قومي بدي، چې  له امله یې یو تن وژل شوی و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

په پکتيا، پنجشير او نيمروز ولايتونو کې له خلکو سره د شريعت د نفاذغونډې

 

پنجشنبه ۲۷ ربيع الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د ولسواليو په کچه د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شریعت د نفاذ او همغږۍ ترعنوان لاندې د پکتيا په جانخېلو، د. . .

BACK TO NEWS

User account menu