په غزني ولايت کې ۸ کلنه او ننګرهار کې هم د ځمکې پر ملکيت پخوانۍ شخړه هواره شوه

khoram2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۳:۴۸
شخړه

پنج شنبه ۱۶/۳/۱۴۴۶

د غزني ولايت په ناهور ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ هغه ۸ کلنه شخړه حل شوه چې ګڼ حیواني او ځاني تلفات یې درلودل. د دغه جنجالي شخړې د حل لپاره د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس، د شخړو د حل کميسيون مسؤلينو، قومي مشرانو او ا.ا.ا. منسوبينو ګډې هلې ځلې وکړې، چې په پايله کې يې دغه اوږده منازعه حل شوه او دواړه قومونه ورورۍ ته را وبلل شول.

د جرګې غړو د يادې شخړې د حل په موخه لومړی حقايق او واقعتونه معلوم کړل، له دواړو لورو يې واکونه واخيستل او ترمنځ يې شرعي فيصله وکړه، چې د ښکيلو اړخونو د خوښۍ وړ وګرځيده چې په ترڅ کې یې يو بل وبښل او سره غاړه غړۍ شول.

همدا ډول په ننګرهار ولايت کې د دوو خېلونو ترمنځ د ځمکې پر ملکيت هغه اوږده لانجه هواره شوه، چې يو خېل يې له تېرو ۲۰۰ کلونو دغلته ميشت و او بل يې په ياده ځمکه د ملکيت دعوه ورسره لرله. دوی په خپلو منځونو کې لوی او ژور اختلافات سره پيدا کړي و، چې موضوع يې د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو، علماوو، قومي مشرانو او مخورو په ډيرو هلو ځلو حل او فصل شوه او دواړو طرفونو پرې قناعت تر لاسه کړ.

په دغه موضوع کې د فيصلې لپاره ټاکل شویو مشرانو سېمه بررسي کړه، د دواړو خواوو نظرونه يې واورېدل او په پاي کې يې د ټولو په رضايت د خير او عدل پرېکړه وکړه، چې په همدې توګه حق حقدار ته ورسېد او ښکېل اړخونه د ورورۍ په ټغر راټول شول.

تر دې مهاله د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو ولايتي رياستونو په همکارۍ سلګونه بيلا بيلې شخړې او لانجې هوارې کړې او لا هم د ولسونو د هوساينې لپاره نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۱:۵۲
Background image

هرات کې د مسؤلينو له لوري يوه پخوانۍ خونړۍ شخړه پای ته ورسېده

 

چهار شنبه ۱۹ صفرالمظفر ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت يوه پلاوي هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولايت په کشک کهنه سيمه کې د څو کورنيو ترمنځ د کلونو کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۸:۴۸
Background image

ننګرهار کې دوو کورنيو له ۹ کلنې دښمني لاس واخيست

سه شنبه ۱۸ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د ننګرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو په دوامداره هڅو او د قومي مشرانو په منځګړيتوب په دغه ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د ۹ کلنې دښمني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۰:۳۲
Background image

د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو غونډه ترسره شوه. 

 

 سه شنبه ۱۸ صفرالمظفر ۱۴۴۷

د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د بلخ ولایت د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو ریاست مسؤلينو له لوري د دې ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د اسلامي. . .

BACK TO NEWS

User account menu