په غزني ولايت کې ۸ کلنه او ننګرهار کې هم د ځمکې پر ملکيت پخوانۍ شخړه هواره شوه

khoram2_admin
Thu, Sep 19 2024 1:48 PM
شخړه

پنج شنبه ۱۶/۳/۱۴۴۶

د غزني ولايت په ناهور ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ هغه ۸ کلنه شخړه حل شوه چې ګڼ حیواني او ځاني تلفات یې درلودل. د دغه جنجالي شخړې د حل لپاره د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس، د شخړو د حل کميسيون مسؤلينو، قومي مشرانو او ا.ا.ا. منسوبينو ګډې هلې ځلې وکړې، چې په پايله کې يې دغه اوږده منازعه حل شوه او دواړه قومونه ورورۍ ته را وبلل شول.

د جرګې غړو د يادې شخړې د حل په موخه لومړی حقايق او واقعتونه معلوم کړل، له دواړو لورو يې واکونه واخيستل او ترمنځ يې شرعي فيصله وکړه، چې د ښکيلو اړخونو د خوښۍ وړ وګرځيده چې په ترڅ کې یې يو بل وبښل او سره غاړه غړۍ شول.

همدا ډول په ننګرهار ولايت کې د دوو خېلونو ترمنځ د ځمکې پر ملکيت هغه اوږده لانجه هواره شوه، چې يو خېل يې له تېرو ۲۰۰ کلونو دغلته ميشت و او بل يې په ياده ځمکه د ملکيت دعوه ورسره لرله. دوی په خپلو منځونو کې لوی او ژور اختلافات سره پيدا کړي و، چې موضوع يې د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو، علماوو، قومي مشرانو او مخورو په ډيرو هلو ځلو حل او فصل شوه او دواړو طرفونو پرې قناعت تر لاسه کړ.

په دغه موضوع کې د فيصلې لپاره ټاکل شویو مشرانو سېمه بررسي کړه، د دواړو خواوو نظرونه يې واورېدل او په پاي کې يې د ټولو په رضايت د خير او عدل پرېکړه وکړه، چې په همدې توګه حق حقدار ته ورسېد او ښکېل اړخونه د ورورۍ په ټغر راټول شول.

تر دې مهاله د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو ولايتي رياستونو په همکارۍ سلګونه بيلا بيلې شخړې او لانجې هوارې کړې او لا هم د ولسونو د هوساينې لپاره نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu