د پکتیا ولایت د ځاځي قوم له استازو سره کتنه

khoram_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۴:۳۷
ځاځي مشرانو سره ناسته

شنبه-۲۱/۱/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین مولوي محمد علي جان احمد د پکتیا ولایت مرکز ګردېز د ځاځي قوم له مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. 

د دغې کتنې پر مهال په ګردېز کې د ځاځي قوم له یوولسو کلیو څخه راغلیو قومي مخورو په امنیتي او رغنیزو چارو کې د اسلامي امارت پاملرنه وستایله او په خپله سیمه کې یې د همکارې مؤسیسې په ملاتړ، د جوړېدونکې روغتیایي کلینیک د ځایګې پر سر له نورو ټبرونو سره د اختلافاتو د حل همکاري وغوښته. دوی د اشغال پر مهال د وزارت د مرستیال له ستړیاوو یادونه وکړه او ښاغلی احمد یې د دوی د ستونزو د حل لپاره وړ کس وباله. 

د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلی احمد قومي مخورو ته له هرکلي وروسته وویل: د افغانستان ټول ولسونه مېړني دي او د اشغال پر وړاندې یې د خپلو مجاهدینو کلک ملاتړ کړی، اسلامي امارت به هیڅکله د دې خلکو قدر هېر نه کړي. نوموړي د روغتیایي مرکز د موقعیت په اړه راغلیو مشرانو ته ډاډ ورکړ، ویې ویل؛ ستاسې ترشا یو داسې نظام ولاړ دی چې د دې خاورې د هر فرد حقوق پکې خوندي دي. هغه وویل چې یاده موضوع به د ریاست الوزراء له عالي مقام سره شریکه کړي، تر څو د وزارتونو یو هراړخیز پلاوي وټاکل شي او یاده موضوع هواره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu