په بادغیس ولایت کې پېښه شوې شخړه حل شوه
د بادغیس ولایت د خواجه قرقیطه په سېمه کې د دوو کورنیو ترمنځ درې میاشتنۍ شخړه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلینو، ځایي دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځکړیتوب حل شوه.
یاده شخړه چې د یو لړ سیمه ییزو ستونزو پر سر رامنځته شوې وه او د څو میاشتو را پدېخوا يې جریان درلود نن ورځ د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلینو، ځایي دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډو هڅو دواړه لوري سره کښېنول شول او رامنځته شوې شخړې ته یې د پای ټکی کېښود.
په پاي کې دواړه کورنیو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به بو بل ته ستونزه نه جوړوي او د حاکم اسلامي نظام تر قیادت لاندې به ژوند کوي.