په بلخ ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ پېښه شوې شخړه په دوستۍ بدله شوه

khoram2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۶ - ۱۶:۱۳
شخړه

د بلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د دوو کورنيو تر منځ د ځمکو پر سر رامنځته شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلينو او يو شمير قومي مشرانو په هڅو حل او په دوستۍ بدله شوه. د یادې شخړې د حل پر مهال مسؤلينو او قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د قومونو او کورنيو تر منځ په يووالي او اتحاد ټينگار وکړ او زياته يې کړه چې موږ بايد لرې له نفاقه په ورورگلوۍ او همغږۍ کې د خپل نظام او هیواد د پرمختګ لپاره لاسونه سره ورکړو او په هره برخه کې يې قائم او دائم وساتو. د يادو مسؤلينو او قومي مشرانو له خبرو وروسته دواړه کورنيو په خپلو تېرو کړنو پښېماني څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې له دې وروسته به له یو بل سره د وروڼو په څېر ژوند کوي او یو بل ته به خنډ نه جوړوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu