په هرات کې له (روښانه راتلونکې څانګې) سره ناسته

khoram2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۲۱:۴۶
ناسته

۱۹/۱۱/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د شخړو د حل په برخه کې همکاره مؤسیسه AWEC ( د روښانه راتلونکې) مؤسیسې له ولایتي مسؤلینو سره په هرات ولایت کې د یوې ناستې په ترڅ کې وکتل چې د یاد وزارت د مخابراتي ټکنالوژۍ رئیس قاري عبدالمتین رحیمزي، د کوچیانو څړځایونو او اقتصادي خدمتونو رئیس مفتي لعل محمد منیب، ولایتي رئیس مولوي جمال الدین عمري او د یادې شبکې ۱۵ تنو استازو هم پکې ګډون درلود. د ناستې پر مهال د شبکې مسؤل عبدالله علشینګي د یاد پروګرام په اړه مفصلې خبرې وکړې، د پروژې په څرنګوالي یې رڼا واچوله او د وزارت له همکاریو او لارښوونو څخه یې مننه وکړه. ورپسې د وزارت د مخابراتي ټکنالوژۍ رئیس ښاغلي رحمیزي امن د الله تعالي ﷻ یوه لویه پیرزوینه وبلله او دا یې د ویاړ ځای یاد کړ چې له څلورو لسیزو وروسته نن الحمدلله بیا افغانستان تر یوې واحدي رهبرۍ لاندې د امن ساه اخلي. هغه زیاته کړه اوس وخت را رسېدلی چې د خپلو خلکو پر زخمونو پټۍ کېږدو او د حال پوښتنه یې وکړو. د کوچیانو د څړځایونو او اقتصادي خدمتونو رئیس ښاغلي منیب په یووالي او اتفاق ټینګار وکړ او د ملتونو د بریا راز یې یووالی وباله. نوموړي وویل: د ۲۰ کلونو اشغال زموږ په ذهنونو ډېرې منفې اغیزې کړې او موږ ته په کار ده چې د خلکو د ذهنیتونو د روزلو په موخه ډېر کار وکړو. د هرات ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلي عمري د یادې مؤسیسې له دغه ډول پروګرامونو څخه خوښي وښوده او دا ډول غونډو جوړول یې د خلکو تر منځ په اتفاق، عامه پوهاوي او ذهنیت جوړونه کې اغیزمنې وبللې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۹:۸
Background image

د غور له خلکو سره د ملت اتحاد، د اسلامي نظام بقاء او د ولسونو د هوساينې غونډه وشوه

پنجشنبه ۱۳ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزرات د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد د مل پلاوي په مشري.

نن په غور ولايت کې له ولايتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۲۸
Background image

ننګرهار کې د ۳۰ کلنې شخړې سربېره يوه بله ۱۷ کلنه شخړه حل او کنړ کې هم دوې مرورې کورنۍ پخلا شوې

چهار شنبه ۱۲ صفرالمظفر ۱۴۴۷ په ننګرهار ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۳۰ کلونو په دوام هغه اوږدمهاله شخړه حل شوه، چې له کبله يې يو کس وژل شوی و او ګڼې ستونزې يې را ولاړې کړې وې. د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۱۹
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د دايکندي له ولسونو سره پراخه ولسي غونډه وشوه

چهارشنبه ۱۲ صفرالمظفر ۱۴۴۷ نن له غرمې وړاندې د دايکندي ولايت له ولايتي مسؤلينو، د بېلابېلو ولسواليو له استازو، قومي مخورو او عامو ولسي خلکو سره د ياد وزرات د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu