په بلخ ولایت کې یوه ولسي غونډه جوړه شوه

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۱:۳۲
ولسی غونډه

د بلخ ولایت دچمتال ولسوالۍ په البرز کوټ سیمه کې د (ملي یووالي ټینګښت، همغږي او له اسلامي نظام څخه د ملاتړ) تر عنوان لاندې یوه ولسي ناسته جوړه شوه.  دغه ولسي غونډه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له لوري جوړه شوې وه چې ګڼ شمېر قومي مشرانو او ولسي خلکو پکې ګډون کړی وو. 

په غونډه کې د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي سردار محمد محمدي خبرې وکړې اسلامي نظام یې د الله (ج) یو ستر نعمت وباله او ویې ویل: د مجاهدینو د وینو، قربانیو او ستړیاوو په نتېجه کې افغان ولس له ښکېلاک څخه خلاص شو او اوس الحمدلله زموږ په ګران هیواد کې ټول ولسونه د یووالي په فضاء کې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند کوي. هغه زیاته کړه: په دې نظام کې هیڅ یو قوم پر بل برتري او بهتري نه لري بلکې بهتر هغه څوک دی چې متقي وي. 

د همغږۍ په دغه جوړه شوې ناسته کې د مختلفو قومونو او سیمو په استازیتوب څو تنو قومي مخورو هم ویناوې وکړې، د قومونو د اتحاد په اړه یې ډاډ څرګند کړ او د ځینو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu