په افغانستان کې د قطري بنسټ (CHS) له ځانګړي استازي سره کتنه

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۴:۳۹
ناسته

دوشنبه ۲۰ شوالمکرم ۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي نن دوشنبه په افغانستان کې د قطري بنسټ (CHS) له ځانګړي استازي ښاغلي نصر مو فلاحي او مل پلاوي سره چې د وزارت مقام د فتر رئیس مولوي نیاز محمد تقي هم حضور درلود په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په یاده کتنه کې له ا.ا.ا امارت سره په همغږۍ د افغان ولس لپاره د ژوندانه د هوسا چاپیریال او اړتیاوو په پوره کولو خبرې وشوې، د قطري بنسټ ځانګړي استازي ښاغلي نصر مو فلاحي وویل هڅه کوو چې د ا.ا.ا د کلیدي وزارتونو او غیري امارتي ادارو تر منځ چې په ټولنیزو فعالیتونو بوختې دي همغږي رامنځته کړو تر ‎څو وکولای شو د خلکو ستونزو ته په هره برخه کې رسېدنه وشي، بې وزلي مهار او خلک په بېلابېلو برخو کې له اسانتیاوو برخمن شي.
نوموړي زیاته کړه چې موږ د افغان ځوانانو او د ا.ا.ا د اړوند ادارو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې هم کار کړی، سلګونه ځوانان مو قطر هېواد ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ترلاسه کولو لپاره استولي او ملاتړ یې کوو تر څو د خپل هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي. 

په پای کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي بررسیو معین ښاغلي الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي په خپلو خبرو کې د قطر هېواد او افغانستان تر منځ د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ او د ا.ا.ا په اړه یې د قطر هېواد له مثبتو دریځونو څخه مننه وکړه زياته يې کړه چې اوسمهال په افغانستان کې یو ډېر ښه فرصت رامنځته شوی دی، دلته د هر چا حقوق خوندي دي دا فرصت باید غنیمت وګڼو د خپل هېواد د پرمختګ او د خلکو د هوساینې لپاره باید په هره برخه کې په همغږۍ کار وکړو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۲۹
Background image

آشتی دو خانواده جدا شده در کنر


شنبه، ۴ محرم الحرام ۱۴۴۸ 
جنجال میان دو خانواده در ولسوالی سرکانو ولایت کنر بر سر برخی از مسایل داخلی به صورت مسالمت آمیز حل شد و هر دو طرف دست به دست هم دادند.
مسئولان ریاست امور
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۲۴
Background image

کنړ کې د دوو جلا شويو کورنيو پخلاينه

 

شنبه ۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کنړ ولايت په سرکاڼو ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځينو خپل منځي مسائلو پر سر راپورته شوې شخړه په سوله ييز ډول حل او دواړو لوريو يو بل ته د ورورولي لاسونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

بلخ کې د مسؤلينو په هڅو دوه کلنې دښمني پای وموند

 

پنجشنبه ۲ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په هڅو د دولت آباد ولسوالي اړوند د دوو کورنيو تر منځ هغه دوه کلنه دښمني، چې د خپلمنځي اختلافاتو له امله. . .

BACK TO NEWS

User account menu