د وزارت لیسو ته د زده کوونکو د جذب متفرقه ازموینه واخیستل شوه

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۳ - ۱۲:۵۲
ازموینه

۲۲/۹/۱۴۴۵ هـ ق 

په مرکز کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند ښوونیزو مرکزونو ته د زده کوونکو د جذب متفرقه ازموینه واخیستل شوه. په دغه ازموینه کې شاوخوا (۲۰۰) هغو زده کوونکو ګډون کړی وو، چې تېرې ازموینې ته یې نوم لیکنه کړې وه، خو له مرکز کابل څخه د لرې والي، ناروغۍ او ځیني نورو ستونزو له کبله ناسوب وو. 

د دغې ازموینې له طریقه کې به د هیواد له ټولو ولایتونو او لرې پرتو ولسوالیو څخه د خپل سهم په اساس زده کوونکې د وزارت درې ګونو لېسو ته جذب او پایلې به یې په نږدې ورځو کې د وزارت له ویب پاڼې نشر شي.
 
د یادونې وړ ده چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د محرومو سیمو زده کوونکو ته د زده کړو اسانتیاوې رامنځته کړې او د دوی د استعدادونو غوړولو لپاره هڅې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۲۹
Background image

آشتی دو خانواده جدا شده در کنر


شنبه، ۴ محرم الحرام ۱۴۴۸ 
جنجال میان دو خانواده در ولسوالی سرکانو ولایت کنر بر سر برخی از مسایل داخلی به صورت مسالمت آمیز حل شد و هر دو طرف دست به دست هم دادند.
مسئولان ریاست امور
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۲۴
Background image

کنړ کې د دوو جلا شويو کورنيو پخلاينه

 

شنبه ۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کنړ ولايت په سرکاڼو ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځينو خپل منځي مسائلو پر سر راپورته شوې شخړه په سوله ييز ډول حل او دواړو لوريو يو بل ته د ورورولي لاسونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

بلخ کې د مسؤلينو په هڅو دوه کلنې دښمني پای وموند

 

پنجشنبه ۲ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په هڅو د دولت آباد ولسوالي اړوند د دوو کورنيو تر منځ هغه دوه کلنه دښمني، چې د خپلمنځي اختلافاتو له امله. . .

BACK TO NEWS

User account menu