د مسلکي معين په مشرۍ ټاکل شوي کميټې د اصولي اسنادو د بيا کتنې په موخه دريمه ناسته تر سره کړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۹:۲
خبر

سه شنبه ١٣جمادي الثاني١٤٤٥

یاده ناسته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مسلکي معين ښاغلي احمد طه قادري له خوا نن رابلل شوې وه چې پکې د جرگو ريئس ښاغلي شيخ حضرت ولي، د دعوت او ارشاد رئیس مفتي شفیع الله ثاقب،  دفتر رئیس شیخ حضرت ولي حقاني،د پلان او پالیسي رئیس مولوي نیک محمد افغاني، د ښوونې او روزنې رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني، د کوچيانو د اسکانو رئيس ښاغلي مولوي محمد نادرسنگين ،د سرحدي څارنې رئیس ښاغلي مولوي حضرت محمد وحدت،  د شخړو د حل  سلاکار ښاغلي قاسمي ګډون کړی وو.

لومړی د ټاکل شوي کميسون غړو د تېرو کاري کړنو او نظرونو په اړه خبرې وکړې ویې ویل چې د ځېنو ادارو د طرزالعملونو ترتيب او تنظم دا ډول وي چې د څو آدارو همغږۍ ته پکې اړتیاوي نو ښه داده چې په دې برخه کې ټولې ښکلې ادارې هر مهال وخت غنیمت وګڼې او اقدامات ترسره کړي تر څو ورځنۍ رسمي چارې له ځنډ سره مخ نشي .
نوموړو همدراز د کوچيانو د اسکانو د سمون د طرزالعمل د څرنګوالي په هکله يو لړه مهم بحثونه ترسره کړل تر څو ياد طرزالعمل د منظورۍ په موخه  اړوند مقام ته وړاندې شي او رسمي جنبه خپل کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هیواد په ګڼو ولسوالیو کې له کلیوالو مشرانو او قومي سپین ږیرو سره ناستې

پنجشنبه/ ۲/ ربيع الثاني ۱۴۴۷
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند ولایتي ریاستونو او آمریتونو له پلان سره سم، د هیواد د (۸) ولایتونو په مختلفو ولسوالیو کې له ځورېدلو قومونو،
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۵:۸
Background image

اهدای تحایف برای شاگردان ممتاز  امتحان  سیرت النبی( صلی الله علیه وسلم)

 

دوشنبه ۲۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۷

شاگردان لیسه رحمان بابا مربوط وزارت امور سرحدات، اقوام و قبایل که در امتحان سیرت نبی نمرات برتر کسب نموده بودندطی محفل با حضورمولوی عبدالرحمن رحمانی رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۵:۶
Background image

بلخ کې د شاوخوا پنځو لسيزو دوامدارې شخړې پای وموند

 

دوشنبه  ۲۹ ربیع الاول۱۴۴۷

د بلخ ولایت نهرشاه ولسوالي د شهرک افغانيه په کلي کې د دوه کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۳۰ جريبه ځمکې د ملکيت پر سره را پورته شوې ۵۰ کلنه دوامداره شخړه، چې دواړو. . .

BACK TO NEWS

User account menu