له کارکوونکو څخه د عقیدوي درسونو ازموینه واخسیتل شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۱:۲۸
له کارکوونکو څخه د عقیدوي درسونو ازموینه واخسیتل شوه

۱۷/۴/۱۴۴۵

د اسلامي امارت له راتګ سره سم په ټولو ادارو کې د کارکوونکو د دیني او عقیدوي سویې لوړولو او په اسلامي اصولو د پوهاوي په موخه د دعوت او ارشاد ریاستونه تشکیل شول او په ټولو رسمي ادارو کې یې دیني او عقیدوي درسونه پیل کړل چې له جملې یې د یادو زده کړو د مؤثریت معلومولو لپاره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له ټولو مرکزي کارکوونکو څخه نن ورځ ازموینه واخیستل شوه. 

د ازموینې پر مهال د ذکر شوي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مفتي شفیع الله ثاقب، د وزارت نورو رئیسانو، ګڼ شمېر مسؤلینو او کارمندانو ګډون کړی وو. 

دغه ازموینه د نبوي سیرت و صورت او اسلامي عقیدې په برخه کې د کارکوونکو د لا پیاوړتیا په موخه ترسره شوه چې وروسته به یې پایلي اعلان او وړ کسان به په معنوي ډالیو وستایل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu