په پنجشېر ولایت کې له قومونو سره د همغږۍ په موخه ناسته

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۱۵:۳۱
Mobta

۱۱/۲/۱۴۴۵

په پنجشېر ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري غونډه جوړه شوې وه چې  د مرکز او ولسوالیو پر قومي مشرانو، ځوانانو او علماء کرامو سربېره پکې د یاد وزارت د جرګو او قبایلي چارو د هغمږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، د جرګو رئیس شیخ حضرت ولي حقاني، مل پلاوي، د پنجشېر والي محمدآغا حکیم، ګڼو مسؤلینو او د رسینو استازو هم ګډون درلود د ځايي خلکو د ستونزو د حل او د ملي یووالي د ټینګښت په موخه ويناګانې وشوې.

د پنجشېر والي ښاغلي حکیم غونډې په خپلو خبرو کې وویل: افغانان یوازینی ملت دی چې د چا غلامي نه مني او په هر دور کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې په یووالي را ټول شوي دي. هغه له مېشتو قومونو څخه مننه وکړه چې د نظام تر څنګ ولاړ دي.

Mobta

د قومي مشرانو له جملې څو تنو د خبرو په جریان کې د پردیو د تبليغاتو یادونه وکړه او ویې ویل چې ټول افغانان نور له جنګه ستړي دي او  د افغانانو د روښانه راتلونکې  لپاره په کار ده چې نور د هیچا په وعدو او خبرو ونه غولېږي. دوی له اسلامي امارت څخه خوښي وښوده چې د خلکو د امنیت په ساتنه کې یې پوره پاملرنه کړې ده.

غونډې ته د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي عابد وویل چې خپلواکي او امنیت پخپله نه راځي بلکې دا د همدې ولسونو او نظام لاسته راوړنه ده. نوموړي همدا راز زیاته کړه چې د دې هیواد د هرې ژبې، هر ولایت او ولسوالۍ وګړي دوی ته یوشان ارزښت لري.  د جرګو رئیس ښاغلي حقاني قومونو ته په اشارې سره وویل چې د افغانستان متدین او باتور خلک به هیڅ قدرت ته اجازه ور نه کړي چې د دې هیواد عنعناتو او قربانیو ته په سپکه سترګه وګوري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu