د وزارت مقام د دفتر نوي ټاکل شوي رئیس په دنده پیل وکړ

mobta_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۲۲:۳۱
mobta

۱/۲/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دفتر نوی ټاکل شوی رئیس د وزارت نورو رئیسانو او د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. په دغه معرفت غونډه کې سرپرست وزیر الحاج ملانورالله نوري، د سرحدي پلټنو معین مولوي محمد اسماعیل غزنوي، رئیسانو او مسؤلینو ګډون کړی وو. په پیل کې د بشري زیرمو رئیس مولوي کریم شاه تیلوي د داخلي پلټنې د پخواني رئیس مولوي نیاز محمد تقي چې د رئیس الوزراء د حکم پر اساس د دغه وزارت د دفتر د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی، د ګمارنې حکم په لوړ غږ ټولو ګډونوالو ته واوراوه. وروسته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ښاغلي نوري د نوي ګمارل شوي رئیس د قربانیو او خدمتونو یادونه وکړه او زیاته کړه چې نوموړی د اسلامي امارت د صف له لومړنیو کسانو څخه و او په ټوله جهادي دوره کې یې ډېر مسؤلیتونه او ستړیاوې ګاللې دي. هغه همدا راز وویل: موږ ټول د خپلو کارونو په اړه لومړی خدای تعالی (ج) او بیا ولس ته مسؤل یو نو خپلو ما تحتو مامورینو ته مو ووایاست چې له مراجعینو سره نېکه رویه وکړي او خپل مسؤلیت په ښه ډول ترسره کړي. هغه نوي ټاکل شوي رئيس ته په چارو کې دبریا غوښتنه وکړه. په پای کې د سرحدي پلټنې معین ښاغلي غزنوي وویل: موږ د داسي نظام مسؤلین ټاکل شوي یو چې په وینو او د خلکو په سرونو راغلی دی نو باید په خپلو کارونو کې ډېره حوصله وکړو او له مراجعینو سره په مهربانۍ چلند وکړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu