د هیواد اسلامي نظام، واحده رهبري او قیادت په نړۍ کې بې سارې ده

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۳:۴۱
Mobta

دوشنبه/۱۶/ذوالقعدة/۱۴۴۴

د حريت اوونيزې مسؤول او  استازو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند مسلکي معین مولوي احمد طه قادري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغه کتنه کې د حريت اوونيزې د  استازو په مشرۍ داد محمد ناوک خبرې وکړې او د یاد معینیت څخه یې د وزارت په اړوندو لېسو کې د ليسو د فرهنګي کميټو په همکاري د ادبي، فرهنګي او فکري غونډو په دایرولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. نوموړي وویل: دوئ هڅه کوي د بيلابيلو انجمنونو په دايرولو، د علمي او اکاډميکو شخصيتونو له لوري د علمي ليکچرونو په وړاندي کولو سره غواړي په زده کړيالانو کې د ازادې مطالعې، وينا او بيان هنر، ليکوالي او داسي نور استعدادونه وغوړوي، نوموړي هيله څرګنده کړه چې د وزارت اړوند ليسو کې د اړوندو ادارو په همغږي د زده کونکو د ذوق سره سم اوونيز انجمنونه جوړ کړي.

Mobta

وروسته مسلکي معین ښاغلي قادري د دوی له نېک اقدام ستاينه وکړه او ویې ویل: حکومتداري په زور نه بلکې په هنر کیږي او که څوک غواړي چې د خلکو پر زړونو حکومت وکړي باید د هغوی له ستونزو ځان خبر کړي. هغه همدا راز وویل: د دې هیواد د اسلامي عقیدې او ذهنیت مخالفین د نړۍ په ډېرو برخو کې موجود دي، او د ځوانانو فکرونه په خپلو خرابو نظریو سره منحرف کوي، موږ او تاسو ته معلومه ده چې اسلامي نظام په دفاع منځ ته راځي او په علم بقاء حاصلوي، د دې نظام واحد قیادت، اطاعت او رهبرئ په نړۍ کې ساری نه لري، موږ د هیواد د پجو د فکري او علمي روزنې په برخه کې له تاسو سره پوره  همکار یو.

د حريت اوونيزې مسؤول ښاغلي ناوک دغه راز په يوه جلا ناسته کې د وزارت د دعوت ارشاد له رئيس مفتي شفيع الله ثاقب سره هم وکتل او په ليسو کې د خپلو اوونيزو مجلسونو په اړه يې خپله موضوع ورسره  شريکه کړه.

ښاغلي ثاقب صاحب د حريت اوونيزې د مسوول او همکارانو هڅې وستايلې او په دې برخه کې يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu